د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۸۲ تنه کرونا نیولي، دوه نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۳۶۹ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۸۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او دوه کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اکتوبر۲۰ (تلې ۲۹) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۹۸ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۸۲ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۳۶۹ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یوازې په کابل کې د کرونا ویروس له امله دوه تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۱۴۹۹تنو ته ورسېد.

د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۳۷۹۰ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG