د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۶۵ تنه نور په کرونا ویروس اخته شوي


 افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۸۳۳ ته پورته شو
افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۸۳۳ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۶۵ مثبتې پېښې ثبت شوي او درې کسان مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه اکتوبر ۲۵ (لړم ۴) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۴۴ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۶۵ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۰۸۳۳ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله درې تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۱۵۱۴تنو ته ورسېد.

د معلوماتو په اساس تر دا مهاله ۳۴۱۲۹ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۲ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG