د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې۱۳۲ تنه په کرونا اخته شوي


د رسمي شمیرو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۶۳۳ ته ورسید
د رسمي شمیرو له مخې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۶۳۳ ته ورسید

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۳۲ مثبتې پېښې ثبت شوي او پنځه تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه نومبر دوهمه (لړم ۱۲) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۵۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۳۲ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۶۳۳ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله ۵ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۵۴۱تنو ته ورسید.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۴۳۴۲ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۵ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG