د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ کرونا ویروس افغانستان کې څلور تنه مړه کړي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۸۱۴ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۸۱۴ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۸۶ مثبتې پېښې ثبت شوي او څلور تنه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه نومبر څلورمه (لړم ۱۴) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۵۶ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۸۶ یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۸۱۴ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله څلور تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۱۵۴۸تنو ته ورسید.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۴۴۰۴ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۷ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG