د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۴۰ تنه کرونا نیولي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۹۷۵ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۴۰ثبتې پېښې ثبت شوي دي.

روغتیا وزارت نن جمعه نومبر شپږمه (لړم ۱۶) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۳۹۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۴۰یې مثبت وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۱۹۷۵ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د مړینې راپور نه دی ورکړل شوی او د تیرې ورځې معلوماتو په اساس تر اوسه ۱۵۵۴تنه له کرونا ویروس څخه مړه شوي دی.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۴۴۴۰ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په دسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۷ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG