د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۱۲۶ تنه نور کرونا نیولي، شپږ تنه مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۱۵۹ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۱۵۹ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ټول هیواد کې د کرونا ویرس ۱۲۶ثبتې پېښې ثبت شوي او شپږ کسان مړه شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه نومبر اتمه (لړم ۱۸) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۴۶۳ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې۱۲۶یې مثبت وو.

ددې وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۱۵۹ ته پورته شو.

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله د شپږو تنو د مړینې راپور ورکړل شوی چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۵۶۲تنو ته ورسېد.

د رسمي شمیرو له مخې تر دا مهاله ۳۴۴۵۸ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د دسمبر په میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو، ډیر ژر په وبا واوښت او ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانز هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو له مخې تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۴۹ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او شاوخوا یو میلیون نور کسان د دغه ویروس له کبله مړه شوي.

XS
SM
MD
LG