د لاس رسي وړ اتصالات

تیر ۲۴ ساعتونه؛ افغانستان کې۲۵۳ تنه کرونا نیولي،۱۸ نور مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د۲۵۳ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۸ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه ډسمبر پنځمه (لېندۍ۱۵) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۰۰مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۵۳ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۷۶۴۱ ته پورته شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د هیواد په شپږو ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۱۸تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۸۶۵تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۱۳۸تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۷۴۸۵ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۵ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG