د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۲۳۰ تنه کرونا نیولي،۶ نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۳۶۳ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۳۶۳ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۳۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او شپږ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه ډسمبر اتمه (لېندۍ ۱۸) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۶۵۴مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۲۳۰ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۴۸۳۶۳ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله شپږ تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۱۹۰۸تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۴۹تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۸۰۳۳ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۶۷ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG