د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه ۱۴۱مثبتې پېښې ثبت شوي،۲۰ تنه مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۶۷۷ ته پورته شو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۶۷۷ ته پورته شو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۱ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۲۰کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه ډسمبر ۲۰ (لېندۍ ۳۰) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۳۱مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۱۴۱يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰۶۷۷ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله۲۰تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شوو کسانو شمېر ۲۰۷۴ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۳۵۹ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر هم ۳۹۱۵۸ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۶ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG