د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه۱۴۰ تنه کرونا نیولي،۹ تنه نور مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱۴۷ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱۴۷ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۹کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه ډسمبر ۲۸ (مرغومې ۸) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۱۶۹۹مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۱۴۰يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۱۴۷ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۹تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۷۹ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۷۹ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته رغېدلیو کسانو شمېر هم ۴۱۶۱۰ ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۰ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG