د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۱۳ تنه مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۱۷۶۴ ته پورته شو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۱۷۶۴ ته پورته شو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه ډسمبر ۲۵ (مرغومې پنځمه) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د۲۲۷۵مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې په وینا یې ۱۷۰يې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۱۷۶۴ ته پورته شو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کرونا ویروس له امله۱۳تنه مړه شوي چې په دې سره د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۲۱۴۸ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۹۶ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره د ټولو بیرته رغېدلیو کسانو شمېر هم ۴۰۶۷۸ ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۷۹ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

له افغانانو د روغتیا وزارت غوښتنه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له افغانانو څخه غوښتي چې پاکستان او ایران ته خپل سفرونه تر څلورو اونیو وځنډوي.

د یاد وزارت ویاند اکمل سمسور پرون پنجشنبه په کابل کې خبریالانو ته ویلي چې په ایران کې د کرونا ویروس پېښې څه کمې شوي، خو زیاته کړې ده چې پاکستان کې د پراخېدو په حال کې دي.

هغه ویلي چې دواړو هیوادونو ته سفر کول په کرونا ویروس د اخته کېدو څخه خالي نه دی.

XS
SM
MD
LG