د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۸۳ تنه تازه کرونا نیولي، ۱۰ نور مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت معلومات ښيي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د دغه هېواد په لابراتوارونو کې د کروناویروس کابو ۹۸۰ مشکوک سمپلونه اروزل شوي چې له دې شمېرې ۸۳ یې مثبت تشخیص شوي دي.

د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس د تازه پېښو په ثبت سره په افغانستان کې د کروناویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۱زره او ۸۴۷ ته پورته شوی دی.

همداشان دغه وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس له امله د ۱۰ ناروغانو د مړینې خبر هم ورکړی دی چې ورسره په افغانستان کې له دغې ناروغۍ څخه د مړینې مجموعي شمېره دوه زره او ۱۵۸ ته رسېدلې ده.

د روغتیا وزارت دغه راز په افغانستان کې د کرونا وبا د خپرېدو له پیل څخه تراوسه له دغې ناروغۍ څخه د څه باندې ۴۱زره کسانو د بېرته ښه کېدو خبر ورکړی دی.

په افغانستان کې یو شمېر روغتیايي کارکوونکي د روغتیا وزارت له خوا د کروناویروس وړاندې شویو شمېرو ته په غبرګون کې وايي چې په افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې له رسمي شېرو څخه زیاتې دي.

د دوی په وینا که د روغتیا وزارت ظرفیتونه او د کروناویروس د ارزونې لابراتوارونه زیات شي ورسره به د مثبتو پېښو په شمیر کې هم زیاتوالی راشي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره شاوخوا یو کال وړاندې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته په نړۍ کې په یوې مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس په ټوله نړۍ کې تر دې مهاله کابو ۸۰ میلیونه کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې یو میلیون او ۷۵۱زره کسان ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG