د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان کې ۱۲۰ تنه نور په اخته شوي،۱۱ تنه مړه شوي


 په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۷۰۶ ته پورته شوو.
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۷۰۶ ته پورته شوو.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د۱۲۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۱کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه جنورۍ ۲ (مرغومې ۱۳) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۲۳۰مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې۱۲۰ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۲۷۰۶ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله۱۱ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۲۲ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ۱۱۶ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۲۲۹۱ تنو ته لوړ شو.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۳ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG