د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې ۷۶ تنه نور کرونا نیولي، ۹ ناروغان مړه شوي


په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۵۳۸ ته پورته شوو
په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۵۳۸ ته پورته شوو

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کروناویروس د ۷۶ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۹ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه جنورۍ ۱۰ (مرغومې ۲۱) ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۴۲۷مشکوکو سمپلونو معاینات کړي چې په وینا یې ۷۶ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۳۵۳۸ ته پورته شوو.

همدارنګه تیره شپه او ورځ په هیواد کې د کروناویروس له امله ۹ تنه مړه شوي چې په دې سره دکرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۲۸۸ تنو ته ورسېد.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت زیاتوي چې د دې ترڅنګ ۲۰۸ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۴۳۹۴۸ تنو ته لوړ شو.

د افغانستان د روغتیا وزارت تیره اونۍ وویل سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلور اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او وروسته ټولې نړۍ ته خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې شااوخوا ۸۹ میلیونه کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې یومیلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG