د لاس رسي وړ اتصالات

روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا پېښې په کمېدو دي


د افغانستان د روغتیا وزارت وايي سره له دې چې د کروناویروس دویمه څپه په افغانستان کې پای ته نه ده رسېدلې خو له تېرو څلور اونیو راهیسې په دغه هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې په کمېدو دي.

د دغه وزارت مرستیال وحید مجروح د پنجشنبې په ورځ جنوري ۷ (مرغومي ۱۸) خبریالانو ته وویل د کروناویروس د وبا خورېدو له ۴۹مې اونۍ څخه نیولې تراوسه چې ۵۳مه اونۍ روانه ده د کرونا په مثبتو پېښو کې کموالی راغلی دی.

د هغه په وینا په دې موده کې د کرونا مثبتې پېښې ۶.۵ سلنې ته او د بستر شویو ناروغانو شمېر ۲۶ سلنې ته رسېدلي دي.

خو ښاغلي مجروح زیاته کړه: "دا په هیڅ ډول په دې معنا نه ده چې موږ د دویمې څپې پای ته رسېدلي یو".

د افغانستان د روغتیا وزارت مرستیال خبرداری ورکړ که چېرې خلک روغتیايي سپارښتنې په پام کې ونه نیسي او بې‌غوري وکړي نو هره شېبه په دغه هېواد کې د کروناویروس د درېیمې څپې د راتلو امکان شته دی.

ښاغلي مجروح همداشان له انګلستان څخه د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته د کروناویروس د نوې بڼې رارسېدل د اندېښنې وړ وباله او زیاته یې کړه چې دغو هېوادونو ته د تګ راتګ له امله به په افغانستان کې د کروناویروس دویم ډول په پراخه توګه خپور شي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې خپور او په چټکۍ سره په نړۍ کې په مرګونې ناروغۍ بدل شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ څه باندې ۸۷میلیونه او ۱۹۷زره کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له یو میلیون او ۸۸۳زرو څخه زیات کسان ترې مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG