د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۳۶۵ کسان کرونا نیولي، ۱۰ نور مړه شوي


د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۳۶۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او ۱۰ نور مړه شوي‌ دي.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه مۍ پنځمه (غوايي ۱۵) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس ۱۹۹۳ سمپلونه معاینه شوي چې ۳۶۵ یې مثبت وو.

له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۹۷ یې په ننګرهار، ۶۶ په کابل، ۳۱ کندهار، ۲۴ کاپیسا، ۲۴ هرات، ۲۳ نیمروز او پاتې په نورو ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د روغتیايي چارواکو له قوله په تیره شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۴ تنه په کابل، یو تن کندهار، دوه تنه پکتیا، دوه تنه خوست او یو تن په فراه ولایت کې مړه شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۱۱۶۲ او له کرونا ویروس نه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶۶۴ ته پورته شو.

چارواکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ تنه بېرته له کرونا ویروس نه جوړ شوي چې ورسره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۵۳۷۵۰ ته لوړ شو.

په افغانستان کې د کرونا د نوې څپې د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شوي او تر دا مهاله څه باندې ۳۴۰زره کسان هم واکسین شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG