د لاس رسي وړ اتصالات

تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له کبله پنځه افغانان مړه شوي


له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.
له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۱۶۶ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي دي او لږ تر لږه پنځه نور مړه شوي‌ دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس ۱۹۲۲ سمپلونه یې معاینه کړي چې ۱۶۶ یې مثبت وو.

له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې په کابل، ننګرهار او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۰۲۸۸ او له کرونا ویروس نه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶۴۲ ته پورته شو.

چارواکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۹ تنه بېرته له کرونا ویروس نه جوړ شوي چې ورسره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۵۳۳۹۱ ته لوړ شو.

په افغانستان کې د کرونا د درېیمې څپې پراخېدو مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شوي او تر دا مهاله څه باندې ۳۴۰زره کسان هم واکسین شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG