د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۲۷۵ کسان کرونا نیولي، شپږ نور مړه شوي


په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۰۵۶۳ او له کرونا ویروس نه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶۴۸ ته پورته شو.
په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۰۵۶۳ او له کرونا ویروس نه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶۴۸ ته پورته شو.

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۲۷۵ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او شپږ نور مړه شوي‌ دي.

روغتیا وزارت نن دوشنبه مۍ درېیمه (غوايي ۱۳) ویلي چې په تېره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس ۱۹۱۱ سمپلونه یې معاینه کړي چې ۲۷۵ یې مثبت وو.

له دغو پېښو څخه تر ټولو زیاتې ۹۵ یې په ننګرهار، ۲۶ په کابل او ۱۸ په نیمروز ولایت کې ثبت شوي دي.

په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۶۰۵۶۳ او له کرونا ویروس نه د مړو شویو کسانو شمېر ۲۶۴۸ ته پورته شو.

چارواکي وايي تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۷۰ تنه بېرته له کرونا ویروس نه جوړ شوي چې ورسره د ټولو رغېدلو کسانو شمېر ۵۳۵۶۱ ته لوړ شو.

په افغانستان کې د کرونا د نوې څپې د مخنیوي لپاره هڅې زیاتې شوي او تر دا مهاله څه باندې ۳۴۰زره کسان هم واکسین شوي دي.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰میلیون کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG