د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه د کرونا ویروس له امله ۱۲ تنه مړه شوي


د روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۲۰۶۳ ته رسیدلي دي
د روغتیا وزارت وایي، افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۲۰۶۳ ته رسیدلي دي

د افغانستان روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په ځينو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۲۲۱ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۲ تنو نورو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه مۍ نهمه (غوايي ۱۹) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۱۹۴۴ سمپلونو معاینات کړي چې ۲۲۱ یې مثبت او پاتې منفي وو.

د چارواکو د معلوماتو په اساس په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله ۷ تنه په کابل، ۲ تنه ننګرهار، ۱ تن هرات او دوه تنه په جوز جان ولایت کې مړه شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۶۲۰۶۳ او له دغه ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۲۶۹۸ته لوړ شو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۲ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۵۴۲۲۲ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شوو.

د امریکا د جانس هپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۵۰میلیون کسان کرونا نیولي او څه باندې ۳ میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG