د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس؛ افغانستان کې ۵۴۷ تنه پرې اخته شوي، ۱۰ نور مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې ۵۴۷ کسان د کرونا په ویروس اخته شوي او لس نور مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن یکشنبه مۍ ۲۳ (غبرګولې دوهمه) ویلي چې دغه مثبتې پېښې په کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار، تخار، بغلان، کندز، هلمند، میدان وردګ، بدخشان، دایکندي، لوګر، کونړ، لغمان، زابل، ارزګان، خوست او فراه ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۶۶۲۷۵ ته پورته شو.ې

همدارنګه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، بلخ، هرات، نیمروز، دایکندي او لوګر کې د لسو تنو ناروغانو په مړه کېدو سره په دغه هیواد کې د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۸۱۲ ته ورسېد.

په تېره شپه او ورځ کې د کرونا له امله ۱۴۶ناروغان بېرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو بېرته روغ شویو کسانو شمېر څه باندې ۵۶۰۳۵ ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز معلوماتو په اساس تر دا مهاله څه باندې ۱۵۰ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې ۳ میلیون نور ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG