د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا دریمه څپه؛ افغانستان کې ۶۵۴ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي


عکس(ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۶۵۴ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۲۰ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن شنبه مۍ ۲۹ (غبرګولې اتمه) ویلي چې د کرونا ویروس دغه مثبتې پېښې په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، تخار، کندز، نیمروز، فاریاب، هلمند، میدان وردګ، لوګر،غزني، کونړ، لغمان، زابل او نورستان ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۰۷۶۱ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په ۱۱ ولایتونو کې د کرونا له امله د ۲۰ کسانو په مړه کېدو سره له دغه ویروس نه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۹۱۹ ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۱۶۲تنه بیرته له کرونا وبا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۷۲۸۱ تنو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې د افغانستان روغتیا وزارت د کرونا ویروس دریمې څپې پراخېدو او کنټرول لپاره د دوو اونیو لپاره په ۱۶ ولایتونو کې د ټولو پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه.

د افغانستان د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونو هم د کرونا ویروس مخنیوي لپاره دغه پرېکړه تائید کړه.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې کابو ۱۶۷میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۴۵۵زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG