د لاس رسي وړ اتصالات

د کرونا ویروس تازه پېښو کې ۱۸ افغانان مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په ۲۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۹۷۷ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۱۸ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه مۍ ۲۸ (غبرګولې اوومه) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کروناویروس د ۳۸۰۰ سمپلونو معاینات کړي چې ۹۷۷ یې مثبت و.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۰۱۰۷ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په پنځو ولایتونو کې د کرونا له امله د ۱۸ کسانو په مړه کېدو سره له دغه ویروس نه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۸۹۹ ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۱۵۷تنه بیرته له کرونا وبا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۷۱۱۹ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې کابو ۱۶۷میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۴۵۵زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG