د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۹۲۹ تنه کرونا نیولي، ۲۵ نور مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په ۱۹ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۹۲۹ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۲۵ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن یکشنبه مۍ ۳۰ (غبرګولې نهمه) ویلي چې د کرونا ویروس دغه مثبتې پېښې په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، تخار، کندز، نیمروز، فاریاب، هلمند، میدان وردګ، بامیان، بدخشان، غزني، لغمان، پنجشېر، زابل غور او فراه ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۱۶۹۰ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په کابل، کندهار، بلخ، پکتیا، هلمند کاپیسا، غزني او فراه ولایتونو کې د کرونا له امله د ۲۵ کسانو په مړه کېدو سره له دغه ویروس نه د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۲۹۴۴ ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۱۶۹تنه بیرته له کرونا وبا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۷۴۵۰ تنو ته ورسېد.

دا په داسې حال کې د افغانستان روغتیا وزارت د کرونا ویروس دریمې څپې پراخېدو او کنټرول لپاره د دوو اونیو لپاره په ۱۶ ولایتونو کې د ټولو پوهنتونونو، ښوونځیو او نورو تعلیمي مرکزونو د تړل کېدو پرېکړه وکړه.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۶۹میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۵۴۴زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG