د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې تازه ۱۰۴۵ تنه کرونا نیولي، ۳۳ تنه نور مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۰۴۵ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۳۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جون لومړۍ (غبرګولې ۱۱) ویلي چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۴۰۲۶ ورسېد.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس له امله په یو شمېر ولایتونو کې د ۳۳ کسانو په مړه کېدو سره د کرونا له امله د ټولو مړو شوو کسانو شمېر ۳۰۰۷ تنو ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۱۱۲تنه بیرته له کرونا وبا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۷۷۴۲ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۶۹میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۵۴۴زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG