د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس تازه پېښو کې۳۰ تنه مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان روغتیا وزارت په تېره شپه او ورځ کې د هیواد په ۳۰ ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۶۶ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۳۰ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه مۍ ۳۱ (غبرګولې لسمه) ویلي چې د کرونا ویروس دغه مثبتې پېښې په کابل، کندهار، ننګرهار، بلخ، تخار، کندز، نیمروز، فاریاب، هلمند، میدان وردګ، بامیان، بدخشان، غزني، لغمان، پنجشېر، زابل، غور، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، ارزګان، دایکندي، بادغیس، بغلان، پروان، کاپیسا، جوزجان، هرات او سر پل ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۷۳۶۵۶ ته پورته شوو.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په جوزجان، لوګر، غزني،میدان وردګ، هلمند،بغلان، ننګرهار، بلخ او کابل کې د ۳۰ کسانو په مړه کېدو سره له دغه ویروس نه د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۲۹۷۴ ته لوړ شو.

روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیره شپه او ورځ کې ۱۸۱تنه بیرته له کرونا وبا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۵۷۶۳۰ تنو ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پيدا شو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په ټوله نړۍ کې څه باندې ۱۶۹میلیونه وګړي ورباندې اخته شوي چې له دې شمېرې څه باندې درې میلیونه او ۵۴۴زره مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG