د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کروناویروس تازه پېښو کې ۷۱ ناروغان مړه شويدي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۸۰۴ مثبتو پېښو ثبتېدو او ۷۱ ناروغانو د مړینې خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن دوشنبه جون ۱۴ (غبرګولې ۲۴) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۵۰۷۰ سمپلونو معاینات شوي چې ۱۸۰۴ یې مثبت و.

د روغتیايي چارواکو د معلوماتو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۹۳۲۷۲ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۳۶۳۸ ته پورته شوو.

همدرانګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۹۶ کسان بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي.

بلخوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر وحید مجروح نن دوشنبه د ولسي جرګې په غونډه کې وویل چې د کرونا دریمه څپه نسبت لومړۍ او دوهمې ته ډيره خطرناکه ده.

هغه وویل که چیري روغتیايي لارښوونې مراعت نشي په وینا یې د دغه ویروس د پراخېدو وېره زیاته ده.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شوو او وروسته نورې نړۍ ته هم خپور شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۵میلیون او ۹۶۶زره کسان په کرونا اخته شوي او څه باندې درې میلیون او ۸۰۴زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG