د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۷۱ نور ناروغان مړه شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۵۳۲ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن جمعه جون ۲۵ (چنګاښ څلورمه) ویلي چې ددې ترڅنګ په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۷۱ کسان مړه شوي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۱۱۳۱۲۴ او له کرونا ویروس څخه د مړو شوو کسانو شمېر ۴۵۹۴ تنو ته لوړ شو.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې ۳۸۳ تنه بیرته کرونا ویروس څخه جوړ شوي دي چې په دې سره د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۶۷۱۸۳ تنو ته لوړ شو.

د کرونا وبا په لومړي ځل د اوړم کال ۲۰۱۹ د دسامبر په میاشت کې د چین د ووهان په ولایت کې خپره شو او اوس په ټوله نړۍ کې دا وبا خپره شوې ده.

د امریکا د جان هاپکنیز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۷۹ میلیونه او ۶۰۸ زره کسان د کرونا پر وبا اخته شوي او څه باندې درې میلیونه ۸۹۲ تنه پر دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG