د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۲ تنه د کرونا وبا له وجې مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۳۶۱ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن سې شنبه اګست درېیمه (زمري ۱۲) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۷۳۸ سمپلونو معاینات شوي چې ۳۶۱ یې مثبت و.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۴۸۹۳۳ ته ورسېدې.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله د ۳۲ ناروغانو د مړه کېدو راپور ورکړل شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر هم ۶۸۳۶ تنه لوړ شو.

د افغانستان روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۸۶۰ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۰۰۸۹۶ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۹۹ میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې څلور میلیون او ۲۳۷زره کسانو ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG