د لاس رسي وړ اتصالات

شپږو ورځو کې ۴۳۲ افغانان د کروناویوس له امله مړه شوي


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روانې اونۍ له پیل څخه تراوسه د کرونا په ویروس ۴۳۲ اخته کسان په افغانستان کې مړه شوي دي.

د دغه وزارت د رسمي شمېرو په اساس په افغانستان کې د کروناویروس له امله د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۶۰۷۲ ته رسېږي خو کارپوهان وايي چې په کروناویروس د اخته کسانو او له امله یې د مړو شویو ناروغانو شمېر له دې څو برابره پورته دی.

همداشان د روغتیا وزارت ویلي چې د روانې اونۍ له پیل څخه د پنجنشنبې تر ورځې جولای ۱۵ (چنګاښ ۲۴) په افغانستان کې ۶۲۸۷ کسان په کروناویروس اخته شوي، چې ورسره د ټولو ناروغانو شمېر څه باندې ۱۳۹۰۰۰ ته پورته شوی دی.

له دې سره هم‌مهاله په افغانستان کې د واکسین په تطبیقولو سره د کروناویروس د درېیمې څپې د مهارولو لپاره هڅې روانې دي.

د افغانستان د روغتیا وزارت د کروناویروس ضد واکسین د تطبیقولو لپاره په ټول افغانستان کې څه باندې ۱۰۰۰ مرکزونه پرانیستي دي او تر اوسه یې له یو میلیون څخه زیاتو کسانو ته واکسین کړی دی.

د روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال داکتر محمد شفیق میرزازاده په ولایتونو کې د روغتیا له ریاستونو او همکارو موسسو څخه غوښتي چې د کروناویروس واکسین د تطبیق بهیر په چټکولو، د واکسین د ضایع کېدو په مخنیوي او له مرکزونو څخه د نظارت په برخه کې همکاري وکړي.

کروناویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ په ډسمبر کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا او په چټکۍ سره نورو هېوادونو ته ورسېده.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تراوسه په نړۍ کې څه باندې ۱۸۸میلیونه او ۴۰۵۰۰۰ کسان په کروناویروس اخته شوي چې له دې شمېرې له څلور میلیونو او ۵۹۰۰۰ څخه زیات کسان له دغې ناروغۍ مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG