د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې کرونا؛ تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸ ناروغان مړه شوي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۴۲۸ مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړی دی.

روغتیا وزارت نن چهارشنبه اګست څلورمه (زمري ۱۳) ویلي چې په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۲۹۴۶ سمپلونو معاینات شوي چې ۴۲۸ یې مثبت و.

د افغانستان روغتیا وزارت د معلوماتو په اساس په دې سره په افغانستان کې د کرونا ویروس ټولې مثبتې پېښې ۱۴۹۳۶۱ ته ورسېدې.

همدارنګه په تیره شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله د ۲۸ ناروغانو د مړه کېدو راپور ورکړل شوی چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر هم ۶۸۶۴ تنه لوړ شو.

د افغانستان روغتیا وزارت زیاتوي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۳۳ تنه بیرته له کرونا څخه جوړ شوي چې په دې سره هم د ټولو بیرته روغ شوو کسانو شمېر ۱۰۱۳۲۹ته ورسېد.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د معلوماتو په اساس تر دا مهاله په نړۍ کې څه باندې ۱۹۹ میلیون او ۶۷۳زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي او څه باندې څلور میلیون او ۲۴۹زره کسان ورڅخه مړه شوي دي.

XS
SM
MD
LG