د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې په کرونا د اخته کسانو شمېر۲۲۱۲۴ تنو ته لوړ شو


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې۶۸۴ تنه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

د روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر احمد جواد عثماني نن چهارشنبه جون ۱۰ (غبرګولې ۲۱) په کابل کې مطبوعاتي کنفرانس ته وویل چې په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۲۲۱۲۴ تنو ته لوړ شو.

د یاد وزارت د معلوماتو په اساس په تیره یو شپه او ورځ کې د کرونا ویروس له امله ۲۱ تنه هم مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړو شوو کسانو شمېر۴۰۵ تنو ته ورسېد.

د روغتیا وزیر د معلوماتو په اساس ۳۲۴ تنه بیرته له کرونا ویروس څخه جوړ شوي چې ټول شمېر یې ۲۹۷۵ تنو ته لوړ شو.

کرونا ویروس د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال په ډسمبر میاشت کې د چین د هوبي ایالت په ووهان ښار کې پیدا شو.

د امریکا د جانس هاپګینز پوهنتون د معلوماتو په اساس د نن چهارشنبې تر غرمې جون ۱۰(غبرګولې۲۱) پورې ۴۱۱۲۹۱ تنه د یادو ویروس له امله مړه شوي او څه باندې اووه میلیونه نور په اخته شوي دي.

XS
SM
MD
LG