د لاس رسي وړ اتصالات

تیر۲۴ ساعتونه افغانستان کې ۱۳۵تنه په کرونا اخته شوي او ۲۴نور مړه شوي


د افغانستان روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په هیواد کې ۱۳۵ نور په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۴ تنه ورڅخه مړه شوي دي.

روغتیا وزارت نن سې شنبه جولای ۱۴(چنګاښ۲۴) ویلي چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د ۶۳۷ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۱۳۵ یې مثبت ثابت شوي او پاتې منفي دي.

د افغانستان روغتیا وزارت د رسمي معلوماتو په اساس په دې سره په دغه هیواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر۳۴۷۴۰ تنو ته پورته شوو.

د یاد وزارت په وینا له دغو پېښو څخه ۵۱ په کابل، ۳۷ هرات، ۹ بلخ، ۲ تخار، ۳ بغلان،۹ لوګر،۴ کندز،۳ لغمان، ۱کونړ او ۱۶ په غور ولایت کې ثبت شوی دي.

همدارنګه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په څلورو ولایتونو کابل، تخار، ننګرهار او خوست کې د کرونا ویروس له امله ۲۴ تنه مړه شوي چې په دې سره د ټولو مړوو شوو کسانو شمېر ۱۰۶۲تنو ته لوړ شوو.

روغتیا وزارت وايي په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په درې ولایتونو کې له کرونا ویروس څخه ۱۷۴ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر هم ۲۱۴۵۴تنو ته ورسېد.

د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.

په امریکا کې د جانس هاپګینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د سې شنبې تر سهار جولای۱۴ (چنګاښ۲۴) پورې ۵۷۳۲۸۷ کسان مړه کړي او څه باندې۱۳ میلیونه نور په اخته شوي دي

XS
SM
MD
LG