د لاس رسي وړ اتصالات

اسلام اباد ته د ټیلرسن سفر او د اړیکو نوی دور


د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن په داسې وخت کې پاکستان ته سفر کوي چې د افغانستان په هکله د پاکستان نه نوي غوښتنې لري.


د امریکا د بهرنو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دوشنبې په ورځ د اکتوبر ٢٣ د کابل نه وروسته پاکستان ته سفر وکړ. هغه به هلته د پاکستان د پوځي او سیاسي مشرانو سره ملاقات وکړي.

د پاکستان او امریکا اړیکې چې تر ډېرې مودې خرابې شویدي او په وروستیو کې په دغه اړیکو کې څه لږ ډیر ښه والې لیدل کیږي، د ټیلرسن د سفر نه وروسته به دغه نوره هم څرگنده شي چې د دواړو ملکونو د تعلقاتو راتلونکی به څنگه وي؟

د امریکا د بهرنو چارو د وزیر د سفر په دوران کې په سیمې کې د امنیت په حالت، د افغانستان سره د پاکستان په اړیکو او داسې نورو مهو مسلو خبرې وشوې.

د پېښور په پوهنتون کې پروفیسره نورین نصیر امریکا غږ ته وویل "د ټیلرسن د سفر خاص هدف د افغانستان د امنیت وضع او د روسیې سره د پاکستان وروستي دفاعي تړونونه دي. هم دغې امریکا وارخطا کړیده. امریکا کوښښ کوي چې د افغانستان په مسله پاکستان په اعتماد کې واخلي او هلته خپل رول ولوبوي."

نورین نصیر زیاتوي چې د امریکا دا فیصله چې هند په افغانستان کې پراخ رول ولري، بې فایدې فیصله ده او دغې په افغانستان کې د امنیت وضع لار نوره خرابه کړیده.

اغلې نصیر وایي "ټیلرسن یواځې پاکستان نه بلکه هند ته هم سفر کوي، او د دې نه دا څرگندیږي چې امریکا د افغانستان د وضع په هکله څومره بیچیني لري."

د پاکستان او امریکا په اړیکو کې افغانستان او هند ډیر مهم ملکونه گڼل کیږي. پاکستان د هند سره په تاریخي توگه خرابې اړیکي لري او هند او افغانستان په سیمې کې ښه متحد ملکونه دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پاکستان ته په څرگنده ټکو کې خبردارې ورکړی وو چې د حقاني د شبکې او نورو ترهگرو په ضد گامونه پورته کړي کنه نتایجو ته تیار شي.

د پاکستان پوځ په وروستیو کې په دغه ملک کې یوه امریکایي میرمن، د هغې کاناډایي میړه او درې ماشومان د طالبانو د بند نه وژغورل چې دغې د پاکستان او امریکا په اړیکو کې یو څه ښه والې راوست.

په واشنگټن کې د ولسن په تحقیقاتي مرکز کې د جنوبي اسیا د چارو کارپوه مایکل کگلمین د امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ټیلرسن سفر پاکستان دېته نشي قانع کولی چې په خپله پالیسۍ کې بدلون راولي "دغه سفر دومره زیات مهم هم ندی. دا د پاکستان او د امریکا په اړیکو کې څه لږ ډیر ښه والی ښیی خو دا یواځې یو سفر دی، او بیا د یو داسې امریکایي چارواکي سفر دی چې هغه د پاکستان په هکله د امریکا په پالیسۍ کوم نفوذ نه لري."

پاکستان ته د ټیلرسن سفر په دی وجه هم ډیر مهم دی چې په اسلام اباد کې د سیاسي چارو ځینې کارپوهان پدې نظر دي چې پاکستان نه غواړي د امریکا سره یې اړیکې لا ویجاړې شي.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG