د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر له افغان مشرانو سره ولیدل


ټاګل شوې چې ښاغلی ټیلرسن له کابله اسلام اباد او نوي ډهلي ته ولاړ شي
ټاګل شوې چې ښاغلی ټیلرسن له کابله اسلام اباد او نوي ډهلي ته ولاړ شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن ناڅاپه افغانستان ته راغی او په کابل کې یې د افغان حکومت له مشرانو سره ولیدل.

د امریکا سفارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ښاغلي ټیلرسن ولسمشر غني ته وویل چې امریکا د افغانستان د سولې، ثبات او سوګالۍ ته ژمنه ده. دا لومړی ځل دی چې ښاغلی ټیلرسن کابل ته ځي.

ښاغلي ټیلرسن وویل چې هېواد یې له افغان حکومت او سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار کوي چې په افغانستان کې سوله راشي، ترهګرو ته پناه ځایونه ورنکړل شي او هغوې به وځپل شي چې د دغه هدف په مخکې خنډ جوړوي.

نوموړي په بګرام کې له افغان مشرانو سره لیدلي دي.

د ارګ اعلامیه وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن د دوشنبې په ورځ- اکتوبر۲۳- له غرمې مخکې د افغانستان له ولسمشر اشرف غني سره ولیدل.

ښاغلي غني وویل د امریکا نوې تګلارې په سیمه کې مثبت تغیرات راوستي دي او ټول متحدین باید د دغې تګلارې په بریالیتوب کې خپله ونډه واخلي.

ښاغلي غني وویل په افغانستان، سیمې او نړۍ کې د امنیت او ثبات لپاره د امریکا د نوې تګلارې ننګه کوي.

ښاغلي ټیلرسن همدغه راز له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله او د ملي امنیت د شورا له سلاکار محمد حنیف اتمر سره لیدلي دي او د جنوبي اسیا لپاره د امریکا په نوې ستراتیژۍ هم بحث شوی دی او ترڅنګ یې اقتصادي مسائل هم یاد شوي دي.

ښاغلي ټیلرسن کابل ته تر سفر مخکې په واشنګټن کې په یوې غونډې کې ویلي وو چې امریکا به تر هغه په افغانستان کې وي چې طالبانو د سولې خبرې نه وې پیل کړې.

دا په داسې حال کې ده چې د سي آی اي اعلان کړی په افغانستان کې د طالب مشرانو او قومندانانو د وژلو کمپاین پراخوي چې فشار پرې زیات شي چې د سولې خبرې پیل کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې مخکې په سعودي عربستان کې وو. په پام کې ده چې ریکس ټیلرسن له افغانستان نه پاکستان ته لاړ شي.

کابل ته د ښاغلي ټیلرسن د سفر په اړه له مخکې معلومات نه وو خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG