د لاس رسي وړ اتصالات

ولې "یوې ښځې مومندو کې د پاکستان امنیتي سرتېری" وواژه؟


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د پښتون ژغورنې غورځنګ وايي چې د پاکستان یو امنیتي سرتېري له اجازې پرته یو کور ته د ننوتلو هڅه کوله چې د کور یوې مېرمنې په ډزو وواژه.

لا د پاکستان پوځ او ملکي چارواکو د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي، خو د خیبرپښتونخوا د مومندو له قبایلي سیمې څخه په ټولنیزو رسنیو کې خپرو شویو ویدیوګانو او عکسونو کې ادعا شوې چې دغه "پاکستاني سرتيري په زوره دغه کور ته د ننوتلو هڅه" کړې وه.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي "یو سیکیوریټي اهلکار (امنیتي سرتیری) یو کور ته ننوتو، په هغه کور کې یوه زنانه اوسېدله، هغې پنځه ځلې د قران قسم ورکړ چې مه راځه خو هغه بیا هم نه تم کېده او چې کور ته دننه شو، دغې ښځې پرې ډزې وکړې او ویې وېشته."

دا ویدیو د امریکا غږ ډیوې راډیو خپره کړې ده. ډیوې راډیو د سیمې د ځينو اوسېدونکو له خولې ویلي دي چې دغه پوځي "د بې عزتۍ په خاطر ورننوتلو چې د کور یوې زنانه په ډزو ووژلو."

لا معلومه نه ده چې دغه ښځه چېرته ده، هغې هم لا له رسنیو سره د دغې پېښې په اړه خبرې نه دي کړي. دا معلومات هم نشته چې دغه "وژل شوي امنیتي سرتېري" مړی چېرته دی.

د مومندو ضلعې انتظاميي یو چارواکي ډیوې راډیو ته د نوم نه ښودولو په شرط ویلي چې د تحصيل صافو مامد ګټ سيمه کې د اف سي يو عسکر وژل شوی دی. خو د پېښې د څرنګوالي په اړه یې ډېر معلومات نه دي ورکړي.

ښاغلی پښتین وايي چې د دغې پېښې له کبله په سیمه کې خلکو مظاهرې کړې دي. د دغو مظاهرو او احتجاجونو ځینې ویدیوګانې هم په ټولنیزو رسینو خپرې شوي دي.

تر دې مخکې هم په وزیرستان کې یوې کورنۍ ادعا وکړه چې د پاکستان پوځ ځینې سرتیري د هغوی کور ته په زوره ننوتلي. له دغو ادعاو وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ مظاهرې هم وکړې، خو د پاکستان پوځ دا ادعاوې رد کړې.

پي ټي ام وايي دا (تازه پېښه) د چهارشنبې په شپه (۱ مۍ) شوې ده. لا د پاکستان پوځ او ملکي چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي، خو منظور پښتین وايي چې باید د دغې پېښې دقیقه پلټنه وشي.

XS
SM
MD
LG