د لاس رسي وړ اتصالات

د ایټالیا صدراعظمه وایي اروپایي ټولنې ته ژمنه ده 


د ايټاليا نوې صدراعظمه جورجيا ميلوني
د ايټاليا نوې صدراعظمه جورجيا ميلوني

د ايټاليا صدراعظمې جورجيا ميلوني د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم ۳) پارلمان ته په خپله لومړنۍ وينا کې له اروپايي اتحاديې، ناټو او اوکراين څخه د خپل حکومت ملاتړ تائید کړ. د جورجیا میلوني ښي اړخي ګوند تیره میاشت ددې هیواد په ټاکنو کې تاريخي بريا ترلاسه کړه.

۴۵ کلنې میلوني چې د شنبې په ورځ یې د ایټالیا د صدراعظمې په توګه لوړه وکړه، نوي پارلمان ته په وینا کې یې د خپل هیواد له فاشیست ماضي سره هر ډول اړیکې هم رد کړې او وویل چې هغې "هیڅکله د فاشیزم په شمول د غیر دموکراتیک رژیمونو سره لیوالتیا نه ده څرګنده کړې".

د میلوني ولسپاله او اروپایي اتحاد ته زړه نا زړه حکومت چې د یورو زون دریم لوی اقتصاد رهبري کوي د ایټالیا د متحدینو ترمنځ په ځانګړي توګه په اروپایی ټولنه کې اندیښنه راپورته کړې.

میلوني د ایټالیا د پارلمان ولسي جرګې ته وویل، «ایټالیا په بشپړه توګه د اروپا او لویدیځې نړۍ برخه ده،» او زیاته یې کړه چې دا به د اوکراین په ملاتړ د ناټو د باور وړ شریک په توګه پاته شي.

د ماریو دراګي په مشرۍ د ایټالیا وروستی حکومت د اروپایي اتحادیې یو له قوي ملاتړو څخه و چې پر روسیې یې د اوکراین د برید له امله بندیزونه ولګول او کیف ته یې وسلې هم واستولې.

میلوني د پخواني مخالفت او د روسیې پر ګازړ باندې د تکیې درلودلو سره سره د تیر حکومت د پالیسۍ ملاتړ وکړ.

حو د هغې د حکومت یو ایتلافي ملګري پخوانی صدراعظم سلویو برلسکوني تیره اونۍ د خپل پخواني ملګري د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین دفاع کړې ده.

میلوني وویل چې هغه به د "انرژی په اړه د پوتین باج اخیستلو" ته تسلیم نه شي.

د زیات شمیر اروپایي هیوادونو په څیر، ایټالیا د لوړ انفلاسیون سره مبارزه کوي، چې د انرژۍ د خورا لوړو بیلونو په وجه دا خطر شته چې دا هیواد راتلونکي کال د اقتصادي کړکیچ سره مخامخ شي.

د وینا وروسته، وکیلان د سه شنبې په ماښام د میلوني حکومت ته چې د دوهمې نړیوالې جګړې راوروسته په روم کې ترټولو ښي اړخه حکومت دی د باور رایه ورکوي.

XS
SM
MD
LG