د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې سږکال د پولیو شپږمه پیښه زابل کې ثبت شوې


د روان عیسوي کال په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي
د روان عیسوي کال په تیرو اوو میاشتو کې په افغانستان کې د پولیو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوي دي

د زابل ولایت د عامې روغتیا د ریاست چارواکي وایي، چې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ دغه تازه پیښه د زابل ولایت د ارغنداب د ولسوالۍ د زیات په کلي کې ثبت شوې ده.

د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر لعل محمد توخي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له کندهار او کابل څخه د عامي روغتیا وزارت پلاوي سیمې ته ورغلي او د ولسوالۍ نورې برخې هم تر څېړنې لاندې نیسي.

د زابل د عامې روغتیا د ریاست چارواکو د وینا له مخې ګوزڼ وهلی ماشوم څلور کلن هلک دی او د کلات په شمال ۸۰ کیلو میترۍ کې د ارغنداب د ولسوالۍ د زیارت د کلي اوسیدونکی دی.

روغتیايي مسئولین وايي چي د ګوزڼ وهلي ماشوم د پوليو ویروس تړاو د ډیورنډ پولې هغې خوا پاکستاني لور ته د چمن ښار سره نیږدې د کلا عبدالله د سیمې سره دی.

د زابل ولایت د ارغنداب د ولسوالۍ ډيرې برخې له دولتي حاکمیت څخه بهر دي، خو د عامي روغتیا د رئیس په وینا د واکسین کمپاینونه په ټوله ولسوالۍ کې عملي شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یونسیف د پوليو د پروګرام ویاند سید کمال شاه امریکاغږ اشنا رادیو ته وويل چې د ګوزڼ نوې پېښه دوی ته د اندېښنې وړ ده.

ښاغلي سید کمال شاه زیاته کړه چې د پوليو کمپاینونه په ارغنداب ولسوالۍ کې عملي شوي خو اوس د پوليو پروګرام غړي تیاري نیسي چې په سیمه کې د ماشومانو د وقايې لپاره نوي ګامونه واخلي.

د سږ میلادي کال د پيل راهیسې د ګوزڼ تر ټولو زیاتې پېښې د افغانستان په جنوبي ولایتونو کې ثبت شوي دي.

تر زابل مخکې د ګوزڼ دوه مثبتې پېښې د دې ولایت په ګاونډ کندهار، دوه په هلمند او یوه پېښه هم په کندز ولایت کې ثبت شوې وه.

د پولیو د دې نوې پیښې سره په روان عیسوي کال کې په افغانستان کې د پولیو د مثبتو پیښو شمیر شپږو ته ورسید.

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG