د لاس رسي وړ اتصالات

د پولیو تازه پېښې؛ افغانستان د نړۍ تر ټولو ګوزڼ ځپلی هېواد


سږکال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۱۹ ته ورسېدې
سږکال په افغانستان کې د پولیو مثبتې پېښې ۱۹ ته ورسېدې

د افغانسان د عامې روغتیا وزارت په دغه هېواد کې د ګوزڼ د دریو تازه پېښو د موندلو او ثبتولو خبر ورکړی دی.

دا تازه پېښې د نورستان د پارون، د هلمند په نوزاد او د کندهار د میوند په ولسوالیو کې موندل شوي دي. وايي ګوزڼ وهلي پنځه کلنې، دوه کلنه او ۱۴ میاشتنۍ نجونې دي.

په دې سره په ټول افغانستان کې سږکال د پولیو ټولې پېښې ۱۹ ته ورسېدې. د عامې روغتیا وزارت په اعلامیې کې ویلي دي " د پولیو د پیښو شمیر په سویلې حوزه کې ۱۳، په ختیځه حوزه کې ۶ او په ټول افغانستان کې د پولیو د مثبتو پيښو شمیر ۱۹ ته رسیږي، (۹ پیښې په کندهار، ۳ په هلمند، ۱ په ارزګان، ۳ په کنړ، ۲ پیښې په ننګرهار او ۱ پيښه په نورستان کې راپور شویدي."

د روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز پر ټولو افغانانو غږ وکړ چې د پولیو په ورک کولو کې له روغتیايي ډلو سره کار وکړي. د عامې روغتیا وزارت وايي سږکال د نړۍ د پولیو ۷۵سلنه پېښې په افغانستان کې موندل شوي ‌دي.

د افغانستان د پولیو د ملي کمپاین مشر ګلاجان ایوب وایي د پولیو ډېرې پېښې په نا امنه سیمو کې ثبتې شوي‌دي.

پولیو یو ساري ویروسي مرض دی چې په ګرم موسم کې یې خپرېدل زیاتیږي. خو دوه څاڅکي واکسین، چې بیخي خوندي او کوم جانبي‌ عوارض هم نلري، دغه ویروس ختمولی او یو ماشوم له معلولیت څخه ژغورلی شي.

په نړۍ کې د پولیو پېښې

پاکستان او نایجریا دوه نور هغه هېوادونه دي چې ګوزڼ په کې شته. په پاکستان کې په ۲۰۱۴ کال کې د پولیو ۳۰۶ پېښې ثبتې شوې وې خو چارواکي‌ وايي چې سږکال(۲۰۱۸) په کې یوازې څلور پېښې موندل شوي ‌دي.

په نایجریا کې بیا په ۲۰۱۶ کې پولیو ۱۱۲۲پېښې ثبتې شوې وې، په تېرو دوو کلونو کې په کې د پولیو پېښې صفر ته رسېدلې دي.

افغان چارواکي وایي‌ دا مهال په ټول افغانستان کې ۱،۲ میلیونه ماشومان د پولیو ضد واکسین څخه بې برخي دي.

د عامې روغتیا وزارت د اعلامیې له مخې " دوی په هغو ولسوالیو کې ژوند کوي چېرې چې د پولیو واکسین کمپاینونو ته کور په کور اجازه نه ورکول کیږي، یا کورنۍ د پولیو واکسین څخه ډډه کیږي او یا هم کله چې واکسیناتوران کورنو ته ورځي، ماشومان د واکسین کولو لپاره نه راویستل کیږي".

شفیق مرید د امریکا غږ په همکارۍ میندو او پلرونو ته دا سندره ویلې چې خپلو اولادونه ته د ګوزڼ ضد واکسین وکړي

د مرید د گوزڼ ضد سندره
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:58 0:00

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG