د لاس رسي وړ اتصالات

له قرنطین وروسته د افغانستان د ښوونیز سکتور نوی پروګرام


ټاکل شوې چې د افغانستان د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونه د پوهنتونونو او ښوونځیو له پرانیستل کېدو وروسته، محصلینو او زده‌کوونکو ته تشدیدي زده‌کړې ورکړي.

د افغانستان د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزي د یکشنبې په ورځ د جولاي پنځمه (چنګاښ ۱۵) خبریالانو ته وویل چې آنلاین زده‌کړې د قرنطین پر مهال له محصلینو سره په درسونو کې د همکارۍ او د هغوی د بې‌برنامه‌ګۍ د مخنیوي لپاره دي.

د ښاغلي بالاکرزي پر وینا د لوړو زده‌کړو وزارت یوازې پر انلاین زده‌کړو تکیه نه کوي او د رسمي برنامې په توګه یې ځکه نه مني چې په بیړنیو حالاتو کې ورته اړ شوي و.

هغه زیاته کړه: "موږ د هغو تشو د ډکولو لپاره تشدیدي سمسترونه لرو چې ځینې کسانو انټرنیټ نه درلود او د هرې بلې ستونزې په اساس یې دغې (آنلاین) برنامې ته لاسرسی نه درلود، د هغوی لپاره په نورمال حالت کې زموږ سمسترونه ۱۶ اونۍ دي، ممکن زموږ تشدیدي سمسترونه اته اونۍ شي".

د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست وویل چې د تشدیدي پروګرام په پای کې به له محصلینو څخه آزموینې واخیستل شي.

لا تر اوسه افغان حکومت د پوهنتونونو او ښوونځیو د بېرته پرانیستلو پریکړه نه ده کړې، خو له کروناویروس سره د مبارزې بیړنۍ کمېټه په دې تړاو د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزارتونو پر طرحو باندې غور کوي.

د افغانستان د پوهنې وزارت اداري او مالي مرستیال عبدلسبحان رووف هم وویل چې د ښوونځیو له پرانیستلو وروسته به زده‌کوونکو ته تسریعي ټولګي جوړ کړي.

د ښاغلي رووف پر وینا د تسریعي دورې په پای کې به له زده‌کوونکو څخه ازموینه واخیستل شي.

هغه زیاته کړه چې په دې برخه کې د وزارت جوړه شوې طرحه نن د افغانستان د جمهوري ریاست د دویم مرستیال دفتر ته استول شوې ترڅو ورباندې بحث وشي او له غور وروسته به یې نتیجه څرګنده شي.

افغان حکومت د تېر لمریز کال په کب میاشت کې د کروناویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د وري میاشتې تر پایه پورې ټول دولتي او خصوصي ښوونیز بنسټونه وتړل، خو په افغانستان کې د کروناویروس د مثبتو پېښو د زیاتوالي له امله یې دا موده وغځوله.

XS
SM
MD
LG