د لاس رسي وړ اتصالات

کرونا ویروس اغېز؛ افغانستان کې ځینې ښوونیز مرکزونه د تل لپاره بند شول


د کرونا ویروس د خورېدو له امله افغانستان کې د ښوونیزو بنسټونو د فعالیت ځنډېدو څلور میاشتې وروسته اوس د یو شمېر خصوصي کورسونو دروازې د تل لپاره تړلي دي.

د دغو بنسټونو خاوندان وايي چې په دې څلور میاشتنۍ مودې کې یې د ګټې په نشتون کې د کرایې ورکړې ته اړ کېدل چې د یادو بنسټونو د ماتې سبب شو.

نذیر داوي له اتو کلونو راهیسې د کابل په خیرخانې سیمې کې یو خصوصي کورس پرانیستلی و.

هغه وايي: "که څه هم د ګرځ بندیز په مودې کې مو هېڅ عاید نه درلوده، د کور خاوند لکه پخوا رانه کرایه غوښته، ځینې نور لګښتونه هم وو چې را باندې بوج شول او موږ یې اړ کړو تر څو د تل لپاره خپل کورس وتړو."

ښاغلی داوي وايي چې د کرونا وبا د خورېدو وروسته، هېڅ دولتي یا غیر دولتي بنسټ ورسره کومه مرسته نه ده کړې.

هغه وايي چې ګن داسې نور کسان هم پېژني چې د ده په شان یې د مالي ستونزو له کبله خپل د زده کړو بنسټونه تړلي دي.

له بلې خوا د افغانستان د پوهنې وزارت چې د یادو تعلیمي بنسټونو فعالیت د څارلو مسولیت لري وايي چې د قرنطین په مودې کې د هغو بنسټونو په اړه کړه معلومات نه لري چې د تل لپاره یې خپل فعالیت درولی دی.

د دغه وزارت ویانده نوریه نزهت په دې اړه نن چهارشنبه جولای لومړۍ نیټه (چنګاښ ۱۱) امریکا غږ ته وویل: "کره ارقام زموږ سره نشته. هر هغه مرسته چې د پوهنې وزارت په وسه وه د دغو بنسټونو لپاره مو وکاروله. موږ ورته د انلاین بڼې زده کړو لپاره جواز هم ورکړی."

د افغانستان د پوهنې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، دغه هېواد کې ۲۵۰۰ تعلیمي خصوصي بنسټونه شته.

د حکومت له خوا پر دغو بنسټونو دوه میاشتې نور ګرځ بندیز هم وضع شوی خو اوس هم ښکاره نه ده چې د دغې مودې وروسته به ګرځ بندیز لاهم اوږدویږي یا به پای ته رسیږي.

اقتصادي کارپوهان بیا وايي چې د لسګونو میلیونو ډالرو مرستو چې د کرونا سره د مبارزې په نامه له افغانستان سره مرسته شوې باید یوه کوچنۍ برخه یې د زده کړې برخې کرونا ځپلو بنسټونو سره د بیا فعالېدو په موخې وکارول شي.

احسان ادیب ریحان په دې اړه امریکا غږ ته وویل:"د خصوصي برخې تعلیمي بنسټونه د هېواد د زده کړې او اقتصادي پراخیتا کې ډېر مهم رول لوبوي او که دولت او نړیوال د کرونا وبا ته پام ونه کړي ښايي د افغانستان تعلیمي او اقتصادي څانګو ته درانه تاوانونه ورسیږي. لازمه ده چې د میلیونونو ډالرو مرستو یوه برخه همدې کرونا ځپلو تعلیمي بنسټونو سره مرسته وشي تر څو بیا ځلي په پښو ودرېږي."

افغانستان کې د کرونا ویروس د خورېدو اندېښنو له امله نیږدې څلور میاشتې مخکې (د تېر کال د کب میاشتې په شلمه نېټه) د ټولو خصوصي او دولتي خصوصي تعلیمي بنسټونو فعالیت وځنډول شو.

له هغه وروسته یو شمېر د لوړو زده کړو او نورو بنسټونو خپل فعالیت په انلاین بڼه پیل کړ خو د انټرنټ د ټيټ کیفیت او ډېرې لوړې بیې له کبله دې کړنلارې هم لازمه نتیجه ورنه کړه.

XS
SM
MD
LG