د لاس رسي وړ اتصالات

شاید طالبان یو موقت حکومت کې شامل شي- افغان کارپوهان


 افغان کارپوهان- طالبان دیموکراتیک نظام سره یو ځای کېدو ته چمتو نه دي
افغان کارپوهان- طالبان دیموکراتیک نظام سره یو ځای کېدو ته چمتو نه دي

د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز یوه نوې څېړنه ښيي چې طالبان له دیموکراتیک نظام سره یوځای کیدو ته چمتو نه دي.

دغه مرکز د افغانستان د روانې لانجې د هوارولو لپاره د پنجشنبې په ورځ (مارچ۷) د ۲۰ افغان کارپوهانو سره د شویو مرکو پراساس یوه څیړنه خپره کړه. کارپوهانو د دغې لانجې د هوارولو لپاره څلور د حل لارې وړاندې کړي دي.

په دغو څلورو حل لارو کې په ټاکنوکې د طالبانو ګډون، د واک ویش، د غیر متمرکز نظام او د یو موقت حکومت جوړیدل شامل دي.

د دغه مرکز پلټونکي عمر صدر خبریالانو ته وویل چې په اوس وخت کې طالبان ټاکنو کې ګډون ته چمتو نه دي.

ښاغلي صدر وویل "د دغې پلټنې موندنې ښيي،طالبان دیموکراتیک نظام سره یوځای کیدو ته چمتو نه دي، خو د سولې د بهیر او د سیاسي خبرو په پایله کې ، هغوی تر ډیره عبوري حل لارو او یا هم انتقالي دورې یا موقت حکومت سره لیوالتیا لري. خو هغه څه، چې مهم دي، د موقت حکومت په برخه کې هغه تجربې او شرایط چې په ټولنو کې شته په پام کې ونیول شي او که نه موقت حکومت به د یوې ځان وژنې په معنی وي".

د دغې پلټنې موندنې ښيي، چې طالبان، چې طالبان دیموکراتیک نظام سره یوځای کیدو ته چمتو نه دي،
د دغې پلټنې موندنې ښيي، چې طالبان، چې طالبان دیموکراتیک نظام سره یوځای کیدو ته چمتو نه دي،

د دغې څیړنې په سر د بحث په غونډه کې یو شمیر کارپوهانو په دغو مسلو خپل نظرونه ورکړل. څو تنو ویل، چې تر هغې، چې په افغانستان کې ښکیلې خواوې، اوربند ته غاړه کښیینږدي په دغه هیواد کې جګړې ته به د حل موندل ناشونې وي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوید لودین په خپلو خبرو کې د ملي یووالي له حکومت څخه د سولې په خبرو کې د نر مښت غوښتنه وکړه او ویې ویل، چې د سولې په برخه کې د رامنځ ته شوي فرصت څخه باید ګټه واخیستل شي.

ښاغلي لودین د مسکو د غونډې پر وړاندې د افغان حکومت دریځ ته هم اشاره وکړه او د حکومت دریځ یې ناسم وبله.

هغه وویل، تر اوسه لا د سولې په خبرو کې د طالبانو غوښتنې روښانه نه‌ دي، خو افغان حکومت له وړاندې خپلې سرې کرښې اعلان کړې دي.

افغان حکومت تراوسه په دې مسله خپل دریځ نه دی څرګند کړی، خو دغه حکومت مشرانو له وړاندې د موقت حکومت د جوړیدو وړاندیز رد کړی او ویلي دي، چې د را روان ۱۳۹۸ لمریز کال د چنګاښ په ۲۹ مه به د جمهوري ریاست ټاکنې ترسره شي.

XS
SM
MD
LG