د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا کې د بل توپان د راتګ خطر


ډ ټیکساز ایالت زیاتره برخې د اوبو لاندې دی او لس ګونه کسان پکې مړه شویدي.
ډ ټیکساز ایالت زیاتره برخې د اوبو لاندې دی او لس ګونه کسان پکې مړه شویدي.

پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو د ټیکساز او لوزانیا په ایالتونو کې خلک لګیا دي د هاروي توپان نه وروسته خپلې مینې آبادوي، د اتلانیتک بحر او مکسیکو په خلیج کې یو بل قوي توپان د امریکا په لور را روان دی.

د توپان ملي مرکز ویلي دي چې دغه توپان (امرا) نومیږي او اوس د افریقا په لویدیځ ساحل کې د شدت اخیستو په حال کې دی. دغه مرکز د پنجشنبې (اګست-۳۱مه) وویل چې د توپان سره په ساعت کې د ۱۸۵ کیلو متره په شدت باد هم مل دی.

د هوا پیژندنې د ادارې مسؤلینو ویلي دي چې د (امرا) توپان د کریبین او متحده ایالاتو خوا ته مخه کړې. دغو مسؤلینو ویلي دي چې ښایي د امرا توپان به راتلونکې اوونۍ د امریکا متحده ایالاتو ته راورسیږي.

د توپان ملي مرکز ویلي دي که چیرته د امرا توپان دغه توپان امریکا ته مخه وکړي، ډیر احتمال شته چې د ټیکساز او لوزانیا په ایالتونو کې به چې مخکې له مخکې سیلابونو ځپلې دي، لا ډیر باران وشي.

XS
SM
MD
LG