د لاس رسي وړ اتصالات

نوې څېړنه :نېږدې دوه ملیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده


دا راپور وایي، په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندز، کاپیسا، بغلان، تخار، نیمروز، خوست، لوګر او غزني کې زیاته ځمکه غصب شوې
دا راپور وایي، په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندز، کاپیسا، بغلان، تخار، نیمروز، خوست، لوګر او غزني کې زیاته ځمکه غصب شوې

د یوه رسنیز بنسټ نوې څېړنه ښيي، چې په افغانستان کې یو ملیون نهه سوه او دوه څلوېښت زره جریبه ځمکه د شاوخوا شپاړس زره غاصبینو له خوا غصب شوې ده او په وړاندې یې هیڅ یا کم کار شوی دی.

د افغانستان د ازادۍ د کور په نوم رسنیز بنسټ چې د غصب په تړاوو یې څیړنه کړې ده او نن یې په کابل کې د ځمکو د غصب د تور فصل په نوم راپور خپور کړ، وايي چې ددې رسنیز بنسټ خپلې موندنې ښيي چې په اتلسو ولایتونو کې څه کم دوه ملیونه جریبه ځمکه د زورواکو له خوا غصب شوې ده.

په راپور کې د ځمکو د غصب په تړاوو دوه نورې شمېرې هم ورکړل شوي دي، یوه شمېره د افغانستان د اراضي د عالي ادارې او د پارلمان د ځانګړي کمیسیون ده، د اراضي د عالي ادارې په ويناء په افغانستان کې په ټولو ولایتونو کې یو ملیون او دوه سوه او اووه نوي زره جریبه دولتي ځمکه غصب شوې ده.

ددې شمېرې په اساس نېږدې یو ملیون جریبه ځمکه د پنځلس زره او اته سوه غاصبینو لخوا، دوه سوه او دوه شپیته زره جریبه ځمکه د ۳۵۵ ښارګوټو د مالکانو او او دېرش زره جریبه ځمکه د ۱۳۹ دولتي چارواکو له خوا غصب شوې ده.

دې رسنیز بنسټ د پخواني ولسمشر حامد کرزي د سلاکارانو د یوه راپور یاده هم کړې ده، په هغه راپور کې ویل شوي چې په افغانستان کې ۴.۵ ملیونه جریبه ځمکه غصب شوې ده.

راپور کاږي، چې په کابل، هرات، بلخ، کندهار، ننګرهار، کندز، کاپیسا، بغلان، تخار، نیمروز، خوست، لوګر او غزني کې زیاته ځمکه غصب شوې ده، لږه ځمکه بیا په نورستان، دایکندي، پکتیکا، پنجشیر او غور کې ده او لامل یې هم دا دی چې پدغو ولایتونو کې د هستوګنې ځمکه لږه ده.

د افغانستان د ازادۍ د کور د بنسټ غړي شاه حسین مرتضوي خبریالانو ته وویل چې شپاړس زره غاصبین هغه دي، چې له لس جریبه ځمکې نه تر سلو جریبه ځمکې پورې یې غصب کړی دی.

هغه وویل دا غاصبین محلي زورواکي، قومي څټې، جهادي قومندانان، د حزبونو مشران، د کلیو ملکان، متنفذین، هغه پانګوال چې تورې پیسې یې پيدا کړي، د ولسي جرګې غړي، سناتوران، والیان، د ولایتي شوراګانو غړي، د پخوانۍ کابینې ځینې غړي، د پولیسو قومندانان دي.

دغو غاصبنیو غصب کړې ځمکه باندې ښارګوټي، کورونه، لوړ پوړې ودانۍ، سوداګریزې سیمې، خپلې سرې سرپناوې، د تیلو ټانګونه، سرایونه، باغونه او کرهڼیزې ځمکې ابادې کړي دي.

دا راپور دا ډول لیکي، چې په افغانستان کې ۳۵۵ نوي ښارګوټي جوړ شوي، په کابل ښار کې یوازې له سلو نه زیات ښارګوټي دي، چې له دغو سلو نه یوازې له کابل ښاروالۍ سره اتلس یې قانوني دي.

شاه حسین مرتضوي وايي" هیڅ ځای په افغانستان کې په امان ندی، د ځمکو مافیا، د ښوونکو ښارګوټي، د پارکونو او صنعتي ښارونو ځمکې هم غصب کړي دي، غاصبانو حتی د ننګرهار د کانال یوولس زره جریبه ځمکه هم غصب کړې ده".

ددې راپور د وړاندې کولو په مهال شاه حسین مرتضوي وویل چې افغان حکومت د غصب په وړاندې پاتې راغلی او عاجز دی، هغه وویل د ازادۍ د کور د بنسټ پلټنې ښيي، چې د تېر کال په اوږدو کې د غصب لس زره جلده دوسیې قضايي ارګانونو ته وړاندې شوي دي، د ۱۳۹۴ کال له لومړۍ نېټې تر اوسه ۹۳۰ قضيې قضايي ارګانونو ته وړاندې شوي، چې په وړاندې یې هیڅ هم ندي شوي.

راپور وايي، د ځمکو غصب بد عواقب لرلي دي، پرمختیايي پلانونه یې په ټپه درولي، قومي شخړې یې رامنځته کړي او تاریخي ځایونه پکې له منځه تللي دي.

شاه حسین مرتضوي وویل "د ځمکو غصب دولت ته قوي اقتصادي زیان هم اړولی دی، د هغه په ويناء که دوه اشاریه پنځه ډالره د یوه متر مربع قیمت وښودل شي، نو د اراضي د عالي ادارې د غصب د شمېرې په اساس د ټولو غصب شوو ځمکو قیمت شپږ اشاریه څلور ملیارده ډالرو ته لوړیږي، او که معیار څلور نیم ملیونه جریبه ځمکه وښودل شي، نو ۲۲ ملیارده ډالره کیږي".

د افغانستان د ازادۍ د کور بنسټ دولت ته وړاندیز کړی دی، چې یوه خاص محکمه دې د ځمکو د غصب او د غاصبینو د محاکمې لپاره جوړه کړي او د هغو ښارګوټو چې قانوني ندي مخه ونیسي.

په خپله ولسمشر غني تېره ورځ وویل چې د ځمکو غصب یوه ستونزه ده او د غصب د مخنیوي لپاره یې د ټولو ولایتونو والیان ته امر کړی، چې د اینده غصب مخه ونیسي.

افغانستان یو له هغو هیوادونو دی، چې له اداري فساد او د ځمکو له غصب کړیږي خو لا هم په تېرو څوارلسو کلونو کې د غصب په وړاندې جدي ګامونه ندي اخېستل شو

XS
SM
MD
LG