د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا داسې توغندی ازمایلی چې تر غږ پنځه برابره تېز واټن وهي 


تصویر د نوي ازمایل شوي راکټ نه دی
تصویر د نوي ازمایل شوي راکټ نه دی

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وايي داسې وسله یې ازمایلې ده چې تر غږ هم پنځه برابره چټک مزل کوي.

د غږ سرعت په ساعت کې ۱۲۳۵ کیلو متره بلل کیږي او په دې حساب د امریکا د دغې نوې وسلې سرعت په کې ۶۲۰۰ کیلو میتر دی.

رویټرز خبري اژانس د امریکا د دفاع وزارت د چارواکو له خولې لیکلي دي چې دا د ۲۰۱۳ راپدیخوا د وسلو د خپل ټول لومړۍ ازموینه ده.

دا ډول وسلې دښمن ته د عکس العمل ښودلو هېڅ مجال نه ورکوي او د سترګو په رپ کې یې دفاعي سیستم له کاره غورغوي.

تر امریکا مخکې روسیې ویلي وو چې د جولاۍ په میاشت کې یې یوه راکټ وازمایه چې تر غږ یې سرعت چټک دی. د روسیې ولسمشر ویلادي میرپوتین دا وسله په نړۍ کې بیسارې بللې وه.

په همدې حال کې چین نن سپتمبر ۲۸ (تلې۶)د ځینو نورو پوځي پرمختللیو تجهیزاتو تر څنګ خپله هغه بې پیلوټه پوځي الوتکههم ننداره ته وړاندې کړه چې د جوړوونکو په وینا یې تر ۱۵۰۰۰مترهارتفاع پورې الوتلای شي.

د چین فضایي پروګرام پلان لري‌ چې په خپله دیارلسمه نړیواله فضایي او هوایي ننداره کې یو داسې راکټ نندارې ته وړاندې کړي، چې د چین د یوې دولتي ورځپاڼې د رپوټ په اساس،سپوږمۍ ته د ۲۵ټنه بار د لیږودولو توان لري.

د امریکا متحده ایالتونه له روسیې او چین سره په رقابت کې دی او د دغو هېوادونو سره د مقابلې او د هغوی له لوري‌ د هر ډول ممکنه تهدید د مخنیوي لپاره یې د امریکا د الاسکا په ایالت کې خپل ډېر ځواک او نظامي تجهیزات ځای په ځای کړي‌ دي. دا ایالت چین او روسیې ته نژدې دی.

XS
SM
MD
LG