د لاس رسي وړ اتصالات

د نیوزلنډ د اتشفشان قربانیانو ته ۶ میلیون ډالر تاوان ورکول کېږي


د نیوزلنډ د اتشفشان د قربانیانو د کورنیو غړي
د نیوزلنډ د اتشفشان د قربانیانو د کورنیو غړي

نن جمعه فبروري مارچ لومړۍ (حوت ۱۱) په نیوزلنډ کې یوې محکمې پرېکړه وکړه چې د ۲۰۱۹ کال د اتشفشان په یوې پېښې کې زیانمنو شویو او د قربانیانو کورنیو ته باید ۱۰ میلیون نیوزلنډي ډالر (شپږ میلیون امریکايي ډالر) تاوان ورکړل شي.

د اتشفشان په دغې پېښې کې ۲۲ تنه مړه شوي وو. هغه پنځه شرکتونه به دا تاوان ورکوي چې د اورشېندې ټاپو ته یې دا ۴۷ سیلانیان بیولي وو او په هماغه ورځ کې په کې دا پېښه وشوه.

په دغې پېښې کې ۲۵ ژغورل شوي کسان ډېر بد سوځېدلي وو.

د فرانس پرس د راپور په اساس محکمې همدغه راز د ټاپوګانو مالکان او د سیلانیانو د انتقال د هوايي ترانسپورت یو شرکت هم جریمه کړي دي.

د نیوزلنډ د اوکلنډ ولسوالۍ قاضي ایوانجلس توماس وویل چې دا ټول جبران د قربانیانو تر کړاو کم دی.

قاضي په محکمې کې ځینو زیانمنو شویو ته وویل: «ستاسو داستانونه زړه ماتوونکي او انګیزه ورکوونکي دي. ما یې د اورېدو ویاړ لره.»

هغه وویل چې په ځینو قضیو کې به د تاوان ورکولو اندازه بدلېږي، په خاص ډول په هغو قضیو کې چې د زیانمنو شویو مور او پلاره په کې مړه شوي وي.

قاضي وویل چې دغو پنځو شرکتونو د خطر په تشخیص او ارزولو کې په خپلو دندو کې غفلت کړی و او «دغه غفلت د نورو د ژور ټپ او مړینې» لامل شو.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG