د لاس رسي وړ اتصالات

نیوزلینډ د نړۍ د ټولو هیوادونو د وګړو لپاره خپل سرحدونه بیرته پرانیستل


په نیوزلینډ کې چارواکو ویلي چې سر د دوشنبې اګست لومړۍ (زمري۱۰) به د دې هیواد سرحدونه د نړۍ د ټولو وګړو پر مخ پرانیستي وي.

دا د ۲۰۲۰ کال د مارچ د میاشتې راپدیخوا چې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي له کبله نیوزلینډ خپل سرحدونه وتړل، لومړی ځل دی چې بیرته یې پرانیزي.

نیوزلینډ د همدې روان ۲۰۲۲ کال د فبروري په میاشت کې یوازې د خپلو اتباعو لپاره سرحدونه بیرته پرانیستل خو د وخت په تیریدو سره یې هغه محدودیتونه او بندیزونه لیرې یا کم کړل چې د کرونا وبا د خپریدو د مخنیوي لپاره لګول شوي و.

د دې بندیزونو په لیرې کیدو سره د نړۍ وګړي چې نیوزلینډ ته د ورتګ لپاره باید ویزه واخلي او محصلین هم چې ویزه ولري کولی شي چې دې هیواد ته سفر وکړي او همدارنګه کښتۍ او سیاحتي بیړۍ کولی شي چې د نیوزلینډ په بندرونو کې لنګر واچوي.

خو په سفر کولو د دې بندیزونو د لیرې کیدو سره سره، ځیني محدودیتونه پخپل ځای دي. ډیری کسان چې دې هیواد ته سفر کوي، باید چې د کرونا ضد واکسین یې کړی وي او تر رسیدو وروسته باید یو ځل بیا معاینات وکړي خو د پخوا په څیر اوس دې هیواد ته ورتلونکي خلک نه قرنطین کیږي.

د نیوزلینډ صدراعظم جسیندا آردرین په پاتخت آکلنډ کې د چین د سوداګرۍ د مشرانو په غونډې کې وویل چې د سرحدونو د پرانیستلو وروستی پړاو مهم شیبه ده.

هغې وویل، "دا د فبروري د میاشتې راپدیخوا یوه محتطاتانه او پلان شوی بهیر و. مونږ او نړۍ په هغه وخت کې پداسې حال کې د یوې نړیوالې وبا د مهار کولو کوښښ کاوه چې په عین وخت کې مو خپل ولسونه خوندي ساتل".

نړیوال محصلین د نیوزلینډ د اقتصاد مهم ملاتړ کوونکي دي او د پوهنتونو مسؤلین وایي هیله مند دي چې په سفر کولو د بندیزونو په لیرې کیدو سره به یو ځل بیا ددې هیواد ښوونځیو او پوهنتونو ته د بهرنیو هیوادونو څخه زده کوونکي او محصلین ورمات شي.

د کرونا وبا د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر په میاشت کې د چین د ووهان په ولایت کې خپره شوه. خو د متحده ایالاتو د جان هاپکنز د پوهنتون د معلوماتو له مخې دې ویروس تر اوسه په ټولې نړۍ کې څه باندې ۵۷۷ ملیونه کسان نیولي او ۶ ملیونه ۳۹۰ زره او ۴۰۱ کسان یې مړه کړیدي.

XS
SM
MD
LG