د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان باید له افغان حکومت سره خبرو ته حاضر شي ـ نیکولاس کي


د افغانستان لپاره د ناټو ملکي استازی نیکولاس کې وايي، طالبان باید د افغان حکومت د استازو په ګډون له ټولو اړخونو سره بین الافغاني خبرو ته حاضر شي.

نوموړي نن جمعه د «جون پر ۱۴مه» په یوه لنډ ویډیويي پیغام کې چې د قاطع ملاتړ ماموریت لخوا خپور شوی اوسنی وضعیت په تېرو ۴۰ کلونو کې د سولې لپاره یو ښه فرصت بللی دی.

د ناټو دغه ملکي استازي ویلي:"کوم څه چې افغانان یې غواړي هغه سوله ده، نو موږ له طالبانو غواړو چې د افغان حکومت په ګډون له ټولو اړخونو سره بین الافغاني خبرو ته کښیني، تر څو د خبرو له لارې دغه تاوتریخوالی پای ته ورسېږي."

هغه زیاته کړې، په داسې حال کې افغانان د روان تاوتریخوالي پای ته رسېدل غواړي نو طالبان هم باید د افغانانو دغه غوښتنه ومني.

نیوکولاس کې ویلي، ناټو په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره له افغان حکومت او افغانانو سره له نژدې کار کوي.

د ناټو ملکي استازی پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې ټاکل شوې راتلونکې جولای میاشت په قطر کې د افغان سولې په اړه بین الافغاني مذاکرات تر سره شي.

افغان حکومت تل د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره له طالبانو سره پر مخامخ خبرو ټینګار کړی، خو طالبانو یې په ځواب کې له مخامخ خبرو څخه ډډه کړې ده.

تر دا مهاله د افغان جګړې د پای ته رسولو په هدف یوازې د طالبانو او امریکايي استازو ترمنځ په قطر کې شپږ ځله مخامخ خبري شوي دي.

په دغه بهیر کې د اسانتیاو رامنځته کولو په هدف طالبانو او افغان سیاسیونو هم په روسیه کې ده ځله بین الافغاني مذاکرات کړي دي.

خو په دې وروستیو کې د جرمني هېواد په مرسته د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو تر سره کېدو په هدف هڅې زیاتي شوي دي.

XS
SM
MD
LG