د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولاس کې: د افغانستان راتلونکي ته هیله من نه یم


د افغانستان لپاره د بریتانیا پخوانی سفیر نیکولاس کې
د افغانستان لپاره د بریتانیا پخوانی سفیر نیکولاس کې

د افغانستان لپاره د بریتانیا پخوانی سفیر نیکولاس کې وايي، د دوحې په غونډه کې د طالبانو نه ګډون ددغه ډلې او افغانستان لپاره ښه پایلې نلري او دی د افغانستان راتلونکي ته هېله من نه دی.

خو دغه بریتانوی ډپلوماټ وايي، د ملګرو ملتونو عمومي منشي د دوحې د غونډې له پایلو خوښ دی او د افغانستان دپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ګمارلو په اړه به سلا مشورې دوام ولري.

نیکولاس کې د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې وویل: "نړیوال به د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو او د یو نوي جوړښت لپاره له اړوندو هیوادونو او ښايي لویو هیوادونو څخه د یو ګروپ او تر شا یې د یو بل لوی ګروپ د جوړېدو په اړه خپلو مشورو ته دوام ورکړي."

د نیکولاس کې په نظر، د طالبانو اوسنی دریځ پر ډېرو زیاتو افغانانو ناوړه اغېزې کوي. هغه وايي، افغانان به د نړیوالو له خوا د طالبانو په رسمېت نه پېژندل کېدو او له افغانستان سره د اقتصادي مرستو د کمښت له امله د نورو زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

له نیکولاس کې سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG