د لاس رسي وړ اتصالات

نیکولاس کې: طالبان دوام نه شي کولای، د اپوزیسیون ملاتړ یې پکار دی


په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کې
په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کې

په افغانستان کې د ناټو پخوانی ملکي استازی نیکولاس کې وايي چې طالبان د یوه نیمګړي جوړجاړي له لارې واک ته رسېدلي او د افغانستان وضعیت ته په کتو ویلای شي چې ددې ډلې واکمني ډېر دوام نه شي کولای.

نیکولاس کې، دغه راز د نړیوالې ټولنې او افغانانو څخه غواړي چې په افغانستان کې دننه او بهر د طالبانو د مخالفینو ملاتړ وکړي ترڅو د طالبانو یو پیاوړی بدیل رامنځ ته شي.

د امریکا غږ سره په مرکه کې د افغانستان لپاره د ناټو دغه پخواني ملکي استازي وویل: "زه فکر کوم هغه څه چې په افغانستان کې وشول، هغه یوه تراژیدي ده، او زه د هغو افغانانو سره چې ډېر زیات دې حالاتو اغېزمن کړي، خواخوږي کوم. زه فکر کوم د ملګرو ملتونو د احصاییو له مخې ۲۸ میلیونه افغانان دا مهال پر بشري مرستو متکي دي، چې دا د افغانستان د نفوس دوه پر درېیمه برخه ده."

د کې په خبره، نه یواځې لدې امله چې طالبان ولسواکۍ او مدنی حقونو ته درناوی نه کوي، بلکې پر ښځو د بندیزونو له امله، افغانان د هېښوونکي بشري ناورین سره مخ دي.

هغه وايي: "طالبانو په نظامي ډګر کې بریا نه وه ترلاسه کړې، چې امریکا او یا ناټو ته یې ماته ورکړې وي. امریکا او ناټو په سیاسي ډګر کې غاړه کېښودله. دا یوه سیاسي پرېکړه وه. پوځي حالات داسې وو چې هیڅ یو اړخ ګټونکی نه وو. مهمه وه چې هلته یو سیاسي جوړ جاړی شوی وای. ناټو ددغه سیاسي جوړ جاړي ملاتړ وکړ.

د ناټو دا پخوانی چارواکی وايي دریځ یې دا وو چې له یو جامع جوړ جاړي پرته باید په بشپړ ډول له افغانستان څخه ځواکونه راونه ایستل شي، چې دا کار ونشو.

نوموړی وايي: "باید ومنو چې له کلونو راپدېخوا طالبان پخپله، یو ډېر منظم او اغېزناک یاغي ګروپ وو. د دوی د قوت یو لامل دا وو، چې تر یو حده دوی یو ډول ایډیالوژیکي قوت درلود . خو له بل اړخه یې د ای ایس ای سره د اړیکو له امله په پاکستان کې د خوندي ځایونو څخه هم ګټه واخیستله."

د ناټو ددغه ملکي استازي په خبره، طالبان په خپلو پالیسیو د خپل دوام مخه نیسي. نوموړی وايي: "هغه څه چې دوی یې کوي، هغه یوه تراژيدي ده، او دغه دوام نشي کولای. زه له ۴۷ کلونو راهېسې افغانستان ته وخت په وخت سفر کوم او ما په افغانستان کې ډېر تغییرات لیدلي دي، او هیڅ شي دوام نه دی کړی. او زه داسې کوم لامل، چې د طالبانو رژیم دې دوام وکړي، نه ګورم."

د نیکولاس کې په خبره، نړیواله ټولنه او افغانان باید د طالبانو د سیاسي اپوزیسیون د ملاتړ لپاره ډېر څه وکړي. د نوموړي په نظر، نړیوال ملاتړي پدې کار کې د سهولت برابرولو او هڅولو له لارې مرسته کولای.

هغه زیاتوي: "دا مهال د طالبانو اپوزیسیون په ټوله نړۍ کې خپور دی. خو زه فکر کوم چې اپوزیسیون ډېر کار ته اړتیا لري تر څو یووالی پکې رامنځ ته شي او یو ښه بدیل وګرځي."

پخوانی سفیر کې وايي، طالب چارواکي باید د خپلو اقداماتو مسوول وګرځول شي او وايي د طالبانو له خوا په ښځو باندې محدودیتونه او له بشري حقونو څخه داسي نورې سرغړونې ښايي د جرمونو د نړیوالې محکمې دپاره د پلټنو یوه موضوع وي.

خو د طالبانو چارواکو په وار وار ويلي چې د اسلامي قوانينو او د افغانستان له فرهنګ سره سم یې ټولو خلکو ته حقوق ورکړي دي.

XS
SM
MD
LG