د لاس رسي وړ اتصالات

راین کراکر: د ایران او طالبانو ترمنځ ناندرۍ به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي


په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر راین کراکر
په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر راین کراکر

په افغانستان او پاکستان کې د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی سفیر راین کراکر وايي، د هلمند سیند د اوبو د وېش (حقابې) پر سر د ایران او طالبانو ترمنځ ناندرۍ به په سیمه کې د بې ثباتۍ لامل شي.

نوموړي امریکا غږ ته وویل، د ایران او طالبانو تېرو اړیکو ته په کتو سره ویلای شي چې په سیمه کې چې له وړاندې له بې ثباتۍ سره لاس او ګریوان ده، د نورې بې ثباتۍ وېره شته.

دغه امریکايي ډپلومات زیاته کړه چې طالبان د ایران او یا نور سیمه ییز سیاسي ملاتړ نلري. هغه وویل چې طالبانو ښې اعلامیې خپرې کړې، خو حقیقت دا دی چې عملي بڼه نه لري او پایله یې دا شوې چې افغانستان یوځل بیا د طالبانو د بې کفایتۍ او د سمې حکومتدارۍ د نشتوالي بیه پرې کوي.

ښاغلي کراکر زیاته کړه: "د ۲۵ کلونو وړاندې وضعیت د تکرار وېره شته چې بې ثباتي او تاوتریخوالی به رامنځته کړي. طالبان داسې رژیم نه دی چې د خپلو ګاونډیانو ترڅنګ په سوله کې ژوند وکړي."

په ورته وخت کې د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، ایراني چارواکو ته ویلي چې د هلمند سیند د اوبو ویش مسله دې نه سیاسي کوي.

امیرخان متقي د مۍ په ۲۲مه (غبرګولی ۱) وویل چې د طالبانو حکومت، ایران ته د هلمند د اوبو د ویش مسئلې په اړه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۳۵۱لمریز کال تړون ته ژمن دی.

تېره اوونۍ د ایران ولسمشر ابراهیم رئیسي د طالبانو حکومت ته خبرداری ورکړ چې د هلمند له سیند څخه دې د ایران د اوبو حق ورکړي.

رئیسي د ایران وچکالۍ ځپلي سویل ختیځې سیمې ته د سفر پر مهال وویل: "زه د افغانستان واکمنانو ته خبرداری ورکوم چې سمدستي دې د سیستان-بلوچستان خلکو ته د دوی د اوبو حق ورکړي."

بلخوا د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد نن چهارشنبې په ورځ مۍ ۲۴ (غبرګولی ۳مه) د خپل ټویټر په پاڼه په څو پرله پسې ټویټونو کې ویلي، چې ایران او طالبان باید د هلمند د اوبو د ویش په اړه د ۱۳۵۱ لمریز کال تړون ته مراجعه وکړي او رامنځ ته شوې ستونزې ته د همدې تړون د عملي کیدو له لارې حل ولټوي.

خلیلزاد لیکلي: " ایراني مشران افغانستان ته د پوځي ځواک څخه د کار اخیستلو د دښمنۍ د یو شمیر کړنو او ممکن د جګړې په ګډون ګواښونه کوي. ولې؟ هغوی دا استدلال کوي، چې ایران له افغانستان څخه هغه ټاکلې اندازه اوبه، چې د دوو هیوادونو ترمنځ د ۱۹۷۳ کال په تړون کې یې یادونه شوې او باید ترلاسه یې کړي، نه ترلاسه کوي."

افغانستان او ایران په ۱۳۵۱ لمریز کال کې د هلمند د اوبو د ویش په اړه یو تړون لاسلیک کړی، چې له مخې یېافغانستان باید د هلمند د سیند څخه په کال کې ۸۱۷ میلیونه متر مکعب اوبه ایران ته ورکړي.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو هم ویلي وو چې په تیرو کلونو کې ایران ته د هلمند اوبه د دواړو هېوادونو ترمنځ د لاسلیک شوې تړون څخه زیاتې بهیدلي‌ دي.

ددغو چارواکو د څرګندونو پر بنسټ، په افغانستان کې د تیرو څه باندې څلورو لسیزو جګړو او د اوبو نه مدیریت ددې سبب شوی، چې هرکال شاوخوا ۲.۵ میلیارد مترمکعبه اوبه ایران ته وبهیږي.

XS
SM
MD
LG